د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۲:۲۳
د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ سکتور د یو شمېر رییسانو او متخصصینو په ګډون د کرنې او مالدارۍ په وزارت کې له شپږو هېوادونو سره د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه د پر هوکړه لیک د خبرو اترو په پار دکرنې او مالدارۍ په معینیت کې غونډه دائره شوه.
دا غونډه پر هغه هوکړه لیک د خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه چې د ترانسپورت وزارت او د شپږو هیوادونو (بیلاروس، روسیې، ازبکستان، قزاقستان، پاکستان او افغانستان) ترمنځ به د شپږو دهلیزونو د ترانزیتي ستونزو د حل په موخه لاسلیک شي.
په دې غونډه کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ټرانسپورټ په برخه کې د ستونزو د حل او په هوکړه لیک کې د شاملولو د څرنګوالي په اړه چې د افغانستان او د یادو شپږو هېوادونو ترمنځ به لاسلیک شي، بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

جلسه به‌منظور  حل مشکلات حمل نقل محصولات زراعتی برگزار شد
۲۷ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری با اشتراک شماری از روسای و متخصصین سکتور زراعت و مالداری به منظور بحث روی تفاهم نامه‌ی جهت حل مشکلات حمل نقل با شش کشور در معینیت زراعت و مالداری برگزار شد.
این جلسه به هدف بحث روی طرح تفاهم نامه‌ی که میان وزارت ترانسپورت و شش کشور  (بلاروس، روسیه، ازبکستان، قزاقستان، پاکستان وافغانستان) جهت حل  مشکلات ترانزیتی کوریدور شش گانه به امضا می رسد برگزار شد.
در این جلسه چگونه گی حل مشکلات حمل نقل محصولات زراعتی و مالداری و جا دادن آن در تفاهم نامه‌ی که میان افغانستان و شش کشور متذکره  به امضا می‌رسد مورد  بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت