د پنبې د کروندو د پراختیا په پار څه باندې زر ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۹:۲۵
د پنبې د کروندو د پراختیا په پار څه باندې زر ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۲ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۰م کال د پلان له مخې په یو شمېر ولایتونو کې د پنبې د کروندو د پراختیا او د پنبې د عصري کرکېلي دودولو په پار د پنبې یو زرو ۴۰ یو جریبه ننداریزې کروندې جوړېږي.
د کرنې وزارت د راون کال د پلان پر بنسټ په هرات، سرپل، کندز، بلخ، ننګرهار، لغمان، کندهار، نیمروز، فاریاب، تخار، سمنګان، بغلان او هلمند ولایتونو کې د پنبې  یو زرو ۴۰ ننداریزې جوړېږي. دغه ننداریزې کروندې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې کرل کېږي.
د یادو ننداریزو کروندو د جوړېدو موخه د پنبې کرکېلې ته د کروندګرو هڅول، د تولیداتو ډېروالی، داخلي او نړیوالو مارکېټونو او بازارونو ته د کیفیت تضمین او لا ښه والی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت