د هندوستان ۵۴زره او ۱۵۰ ټنه مرسته شوي غنم د هېواد په سیلوګانو کې زېرمه شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۶:۳۵
د هندوستان ۵۴زره او ۱۵۰ ټنه مرسته شوي غنم د هېواد په سیلوګانو کې زېرمه شوه


۲۸ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت چارواکي وایي، چې د هندوستان ۵۴زره او ۱۵۰ مټریک ټنه مرسته شوي غنم د هېواد په سیلوګانو کې زېرمه شوي دي.
د کرنې وزارت د خوړو خوندیتوب او د غله جاتو د اسټراټژیکو زېرمو رییس محمدعمر عمر وایي، چې د هندوستان هېواد ۵۴زره او ۱۵۰.۱۸مټریک ټنه مرسته شوي غنم انتقال او په مرکزي سیلو او ولایتونو کې زېرمه شوي دي.
تېرکال هندوستان له افغانستان سره ۷۵ زره مټریک ټنه د غنمو د مرستې ژمنه کړې وه، چې د لېږد لړۍ یې روانه ده. تر دې دمه، ددغو غنمو څه باندې ۵۴ زره مټریک ټنه د کابل، بلخ، بغلان، هرات او کندهار په سیلوګانو کې زېرمه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۱ ولایتونو کې دهېوا اسټراټیژیکې زېرمې، چې سیلو او اسټراټیژیک ګدامونه په کې شامل دي د ۲۵۶ زره مټریک ټنه غنمو د ساتې او زېرمه کولو وړتیا لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت