د هلمند سنګین کې زرګونو بزګرانو ته د زده کړو لړۍ پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۵:۰
د هلمند سنګین کې زرګونو بزګرانو ته د زده کړو لړۍ پیل شو

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق  
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او دجک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت سنګین  ولسوالی کې نږدې ٣٠٨٦ تنو بزګرو ته د اصلاح شویو غنمو د کروندو د ښې روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
د دې زده کړو په لړ کې یادو بزګرانو ته د نوې او پرمختللې کرکېلې لارې چارې، د غنمو کروندو ته د اړتیا وړ اوبو او کیمیاوي سرو ورکؤنې، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د بې ګټې وښو له منځه وړلو او حاصلاتو راټولولو په اړه د مسلکي کارکؤنکو لخوا پوهاوی ورکول کېږی.
دیادولو وړ ده، چې دغه زده کړې هغو بزګرانو ته ورکول کیږي چې څه موده وړاندې ورته د جک مؤسسې لخوا د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت