د هلمند بولان څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۰:۳۳
د هلمند بولان څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ددې ولایت د بولان څېړنیز فارم څخه وخت ناوخت لیدنه کوي، چې ددغو لیدنو په ترڅ کې د هلمند دکرنې پوهنځۍ د بڼوالۍ څانګې زده کړیالانو  په داسې حال کې چې د یادې څانګې استادان پوهنمل شمس الدین وفا، پوهنیار حکمت الله ځلاند او پوهنیار ایمل ناهز یې ملتیا کول، د فنګسي ناروغیو څخه د ګڼو ونو د ساتلو په موخه عملي کار ترسره کړل.
د نوموړي فارم د مسؤلینو  او استادانو له لوري  زده کړیالانو ته د فنګسي ناروغیو څخه د ونو د ساتلو په موخه د لایم سلفر جوړولو، د انګورو  او د نورو مېوه لرونکو ونو د ښاخ برۍ په اړه عملي او نظري معلومات وړاندې شول. 
د یاد پوهنتون محصلینو د کرنې ریاست د رهبرۍ څخه  مننه  وکړه او زیاته یې کړه، دا چې د کرنې ریاست د مسلکي کارمندانو لخوا ورته د کرنې په برخه کې هر اړخیز معلومات په عملي او نظري ډول ښودل کېږي، دغه چارې د محصلینو په وړتیا کې د پام وړ بهبود او نوښت راولي .
دیادولو وړ ده چې د بولان څېړنیز فارم د هیواد په کچه د کرنیزو عملي زدکړو لپاره ښه مرکز ګڼل کېږي چې هر کال په بېلابېلو فصلونو کې د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځۍ، او د کرنې ا وترنرۍ انستیتوت محصلینو  ته د یاد فارم د متخصصینو لخوا په عملي ډول زدکړې ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت