د ننګرهار کوټ کې د کانال او سربند رغنیزې چارې روانې دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۰:۶
د ننګرهار کوټ کې د کانال او سربند رغنیزې چارې روانې دي

۱۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي، رغنیزې چارې یې په چټکۍ روانې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د کوټ په ولسوالی د سید احمد خېلو، ډواني اوحیدرخېلو  کانال او سربند د جوړیدو چارې پیل شوي، چې په دې پروژه کې د ۱۳۷۴ متره په اوږدوالي کانال، ۳۴۰۰ متره کېندنې، ۳ سوپر پسیج، یو د اوبو ناوه، ۱۱۵۲ متره د غاړو دېوالونه، د کانال په شاوخواکې  ۷۰۰ متره زهبر جوړول  او ۱۱۷۴ مترو  تراسونو جوړول شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به ۵۰۰ جریبه نوي ځمکه اباده او ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ددې کانال په رغنیزو چارو کې ۷۱۳ تنو ته په درې فازونو کې د کار زمینه برابره شوي؛ چی د ۱۷  میاشتو په موده کې به دکانال چارې بشپړې شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه، چې د دوی د ستونزو هوارولو په پار هلې ځلې کوي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او دکرنې په سکټور کې بنسټیزې پروژې پلي کړي، چې د یاد سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت