د ننګرهار دکرنې رییس د کمپیوتر ساینس پوهنځی د ځمکې څېړنې ګډ پلاوی سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۱:۱۳
د ننګرهار دکرنې رییس د کمپیوتر ساینس پوهنځی د ځمکې څېړنې ګډ پلاوی سره وکتل

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار ولایت د کمپیوتر ساینس پوهنځی اړوند ١٥ جریبه ځمکې د څېړنې په موخه راغلی پلاوی چې په ترکیب کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ښارجوړونې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ریاست استازي شامل وه ولیدل.
راغلی پلاوی د راتګ موخه داده تر څو معلومه کړي، چې یاده ځمکه چې د کمپیوتر ساینس پوهنځی هم پکې شامل دی، د چا په نوم او په کوم وخت کې استملاک شوي، او د کوم وزارت اړوند ده، او همدارنګه د ځینې اشخاصو لخوا پکې  استوګنځایونه هم جوړ شوی، چې دغه اشخاصو ته د کوم سند له مخي ورکړل شویدي، چې په اړه به یې راپور ترتیب او د وروستی تصمیم نیونې په موخه به د ریاست الوزراء محترم مقام سره شریک شي.
دننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد راغلی پلاوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه،
چې د کدستري نقشو او سوابقو په کتو سره به پوره معلومات راټول او پلاوی سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت