د لوګر دکرنې ریاست او د لوګر لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځۍترمنځ د ګډو همکاریو تړون لاسلیک شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۲:۱۴
د لوګر دکرنې ریاست او د لوګر لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځۍترمنځ د ګډو همکاریو تړون لاسلیک شو

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق  
د ګډو همکاریو دغه تړون د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي او د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل دکتور شفیق الله شفقت لخوا لاسلیک شو.
د یاد تړون له مخې به د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست د دغې موسسې د کرنې پوهنځي زده کړیالانو ته د عملي کار او همدارنګه د څېړنیزو فارمونو، شنو ساحو، مېوه لرونکو او غیرې مېوه لرونکو نیالګیو، کرنیزو تخمونو او کمیاوي سرو په برخو کې همکاري کوي. او همدارنګه لوګر د لوړو زده کړو موسسه به د اړتیا پر وخت بزګرانو ته دعامه پوهاوي، کرنې ریاست سره د کرنیزو علمي څېړنو شریکولو او نورو اړینو برخو کې پوره همکاري کوي.
باید یاده شي، چې راتلونکی پسرلی به لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالان د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند د پنبې او اېنجې له کرنیزو فارمونو څخه د علمي څېړنو او تجربو ترلاسه کولو په موخه وخت پر وخت لیدنې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت