د لغمان دوو ولسوالیو کې ننداریز بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
د لغمان دوو ولسوالیو کې ننداریز بڼونه جوړېږي

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې په شل جریبه ځمکه کې د املوکو او مالټو د ننداریز بڼونو د جوړلو چارې پیل کړې.
د چارواکو په خبره ددغو بڼونو لپاره شل بزګران وار دمخه د کرنې ریاست او همکارې مؤسسې د کارمندانو  په همغږي انتخاب او اوس پر دوی د یادو ونو نیالګي وېشل شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یو جریب لپاره ۸۰ ، ټولټال ۱۹ جریبه ځمکې لپاره ( ۱۵۲۰ ) د املوکو او یو جریب ځمکې لپاره ۸۰ د مالټې نیالګي وېشل شوي دي.
دغه راز پر یادو بڼوالو د نیالګیو ترڅنګ یوریا او ډی ای پي سره هم وېشل شوي دي.
د ډاکار مؤسسې د بڼوالۍ برخې مسؤل انجنیر روح الله امین وویل، چې د یادو بڼوالو د حمایت او ملاتړ لپاره به ورسره پاتې شو ترڅو وشي کولای د بڼوالۍ ټولې چارې په مسلکې بڼه ترسره او زیات حاصلات ترلاسه کړي، ددي ترڅنګ به ورته د بڼوالۍ لپاره اړینې توکي هو ورکړل شي.
د یادو ننداریزو بڼونو د جوړولو موخه د بڼوالۍ پراختیا، د بزګرانو هڅونه، د بڼوالۍ عصري کول او په ټوله کې د کروندګرو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت