د غزني دکرنې رییس د کوچیانو له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۲
د غزني دکرنې رییس د کوچیانو له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه  

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د دې ریاست په مقر کې، د کوچیانو له یو شمېر قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل لپاره، د اقوامو او قبایلو چارو رییس په شتون کې، لیدنه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د غزني دکرنې رییس د کوچیانو مشرانو ته د همکارۍ ډاډ  ورکړ او ویې ویل، چې الحمد لله د کرنې ریاست چارې په ټول ولایت کې منظمې روانې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالدارۍ په برخه کې هم جدي پاملرنه روانه ده، او د کوچیانو ستونزو ته به هر اړخیزه رسیدنه وشي.
ورپسې د  غزني ولایت د اقوامو او قبایلو چارو رییس خبرې وکړې او د کوچیانو اړوند موضوعاتو ته د رسیدنې ډاډ یې ورکړ.
په پای کې، د کوچیانو له خوا یو استازی خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې مسؤلینو ورته د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۲۰
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو د ۵۰ بڼونو د جوړولو لپاره هر اړخیزه سروې ترسره شوه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارکوونکو، د «ویرو» مؤسسې په همکارۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

پکتیا؛ د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلالګو کاریز او کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د کلالګو په سیمه کې د اوبولګولو د شبکې (کاریز او کانال) ودانیزې چارې بشپړې او په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ او ستراتېژيکو همکاریو د رامنځته کولو کنفرانس کې د کرنیزو څېړنو د لوی رییس ګډون

۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوي نصرت‌الله طلحه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له‌خوا د خصوصي سکتور. . .

بازگشت