د سټروسو بڼونو پراختیا په پار هڅې: ننګرهار  کې څه باندې ۱۶ زره مېوه لرونکي نیالګي پیوند شوي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۹:۸
د سټروسو بڼونو پراختیا په پار هڅې: ننګرهار  کې څه باندې ۱۶ زره مېوه لرونکي نیالګي پیوند شوي 

۱۳ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت د فني او مسلکي کارکوونکو له لورې، په فارم جدید او غلام حیدرخان نیالګیو روزنځایونو  کې د ۱۶ زره ۴۳۲  ستروسو  نیالګیو د پیوندلګولو  چارې پاي ته ورسیدې .
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل سږ کال د ننګرهار کرنې ریاست له لورې  د۱۶ زره او ۴۳۲ ستروسو  نیالګیو پیوند په مسلکي ډول ترسره شوي، چې راتلونکي کې به بڼوالو  ته د ځانګړې کړنلارې له مخې په واک کې ورکړل شي.
د ننګرهار د کرنې رییس زیاته کړه د ستروسو ۶ زره نوري  بوټي هم پیوند لګولو ته چمتو دي؛  چې په راتلونکې کې به پیوند پکې ولګول شي.
دغه راز  د بېرې، آم ، چمبړخیال، شنګ، ناجو، جامنور، امرود او  غوړاسکي په زیاته اندازه تخمونه کرل شوي او په راتلونکې کې به کرلو ته اماده شي..
د ننګرهار  ولایتد  کرنې ریاست هڅې پیل کړي دي؛  تر څو په دې ولایت کې د بېلابېلو نباتاتو د اصلاح شویو تخمونو د ترویج او پراختیا  ترڅنګ د مېوه لرونکو  بڼونو اصلاح ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو د بزګرانو  او بڼوالو په  اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت