د خوشتیپې کانال او سربند د تخنیکي مطالعې وروستي راپور په اړه غونډه وشوه

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۷:۱۲
د خوشتیپې کانال او سربند د تخنیکي مطالعې وروستي راپور په اړه غونډه وشوه

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشرۍ د خوشتیپې کانال د تخنیکي مطالعې د بشپړیدو او د اوبو سربند په اړه غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت د اوبولګولو نوې ټکنالوژیو ریاست سرپرست او د وزارت له خوا د خوشتیپې د پروژې مسوول شاکرالله هاشمي، د اوبولګولو سلاکار محمد آقا ملاخېل او اکبر سالار په حضوري ډول او د امریکا متحد ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID» څخه عتیق الرحمن جلیل، قسیم نظري، ډاکټر سمیع، اباسین نوان او د «SWIM» ادارې مسوول جوزیف موني په انلاین ډول د ويډيو کنفرانس له لارې ګډون درلود.
 په یاده غونډه کې د امریکا متحد ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID»له خوا د خوشتیپې ملي پروژې د سربند د امکان سنجۍ مطالعاتو وروستی پریزنټیشن وړاندې شوه او بیا وروسته د وزارت تخنیکي ټیم د موندنو په راپور باندې خبرې وشوې.
 دغه راز په دې غونډه کې د آمو له سیند څخه د اوبو اخیستلو، د نباتاتو د ډولونو، د ابولګولو له اړخه ددغې پروژې پر ظرفیت او داسې نورو موضوعاتو اړوند هم خبرې اترې وشوې.
 د خوشتیپې ملي پروژې د امکان سنجۍ مطالعات او د سربند هایدرولوژيکي او تخنیکي سروې بشپړه شوې او په راتلونکې کې به د خوشتیپې پروژې د مطالعاتو بشپړ شوي اسناد د امریکا متحده ایالاتو پراختیا ادارې USAID) ) له لوري د کرنې وزارت سره شریک شي.
بايد وويل شي، چې د خوشتيپې د اوبولګولو د ملي پروژې اوبه د امو له سینده تامنیږي، چې د کندز له ولایت څخه پیل او د فاریاب په ولایت کې پای ته رسېږي. ددې پروژې په پلي کولو سره څه باندې ۵۰۰ زره هکټاره نوي ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي. د یادې پروژې د لومړي پړاو څېړنې بشپړ شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به يې رغنیزې چارې پیل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت