د بادام‌باغ د کرنیزو توکو څلورویشتم نندارتون پرانیستل شوه

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۳:۲۱
د بادام‌باغ د کرنیزو توکو څلورویشتم نندارتون پرانیستل شوه

۲۴ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د مالدارۍ، کرنیزوتوکو او دغه راز د مېرمنو د لاسي صنایعو څلورویشتم نندارتون نن د ځانګړې مراسمو په ترڅ کې د کابل د بادام‌باغ په کرنیز فارم کې پرانیستل شوه. دغه څلور ورځنۍ نندارتون له نن چهارشنبې د شنبې تر ورځې د تلې له ۲۴ تر ۲۷ مې نېټې پورې د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاص دی.
ددې نندارتون په پرانیستونکي وینا کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا د برخې مشر حبیب الله حبیبي وویل، چې په دې نندارتون کې د مالدارۍ او کرنیز محصولات، کرنیز ماشینونه او دغه راز د مېرمنو لاسي صنایع په ۲۶۱ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي. ښاغلي حبیبي زیاته کړه، چې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو او ماشینونو لپاره ۲۰۰ غرفې او پاټې ۶۱ نورې غرفې د مېرمنو د لاسي صنایعو د پراختیا په پار د مېرمنو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوي دي. د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د برخې مشر وویل: «د مني سږنۍ نندارتون معیاري کرنیز محصولات، نړیوال بازار ته لاس رسی تر شعار لاندې په لاره اچول شوې ده. موږ په دې باور یو چې د باکیفیته، طبیعي او ارګانیک کرنیزو توکو په پېژندلو او د تقاضا کمیت او کیفت ته پا پام سره په نړیوالو او کورنیو مارکېټونو کې د خپلو کورنیو محصولاتو پلور ته ډاډمن او تل پاتي مارکېټ پیدا او په ملي او نړیوالو بازارونو کې خپل ښه کیفیت لرونکو محصولاتو ته ځای پیدا کولای شو.»

حبیب الله حبیبي دغه راز په بادام باغ کې پسرلني او اوړني نندارتونونو او دغه راز په دوبۍ او هندوستان کې هم دوه نړیوالو نندارتونونو ته په اشارې سره وویل، چې په دغو نندارتونونو کې د حیواني او کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول. هغه په سعودي عربستان کې د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو توکو د نندارتون د جوړولو خبره هم وکړه او ویې ویل،ټاکل شوې ده چې یاد نندارتون په همدې اکټوبر میاشت کې په لاره واچول شي.

په ورته وخت کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري هم ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل، د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه کاري ځواک د کرنې برخې ته ځانګړې شوې ده او دغه راز حیواني او کرنیز محصولات د هېواد د صادراتو عمده برخه جوړوي. ښاغلی غفوري وایي، چې کورني او نړیوال نندارتونونه جوړول د کرنې وزارت له عمده فعالیتونو څخه شمېرل کیږي او یاد وزارت په پام کې لري، چې تر دې وروسته د هېواد په اتو زونونو کې د حیواني او کرنیزو محصولاتو ستر نندارتونونه په لاره واچوي. هغه وویل: «اصلي خبره داده، چې کرنیزو نندارتونونو ته د کورنیو محصولاتو لپاره ژوندۍ تبلیغ ویلی شو. ځکه چې په کرنیزو نندارتونونو کې د کالیو او د کرنیزو چوپړونو تولیدوونکي، توزیع کوونکي او مصرفوونکي په یو مناسب وخت او ځای کې سره راټولیږي.»

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال همداراز ټینګار وکړ چې د کرنیزو نندارتونونو اصلي موخه د مالدارۍ، کرنیزو توکو، صنایع، او د کرنیزو ماشینونو پېژندل، د بالقوه پېرېدونکو جذب او د کاري فرصتونو ایجادول، کورني اونړیوالو بازرانو سره د بزګرانو، تولیدوونکو، خصوصي پانګوالو او سوداګرو نښلول، د شهرت لاسته راړول، کورنیو محصولاتو ته اعتبار پیدا کول، د نظرونو او تجربو شریکول، محصولاتو ته بازارموندنه، د صادراتو ودې او پراختیا ته زمینې برابرول، څېړنو ترسره کولو لپاره زمینې برابرول او نوي کرنیزو ټکنالوژیو ته لاس رسی، د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو تولیدوونکو، سوداګر او صادروونکو ترمنځ د تړونونو لاسلیک ته زمینې برابرول او د هېواد د اقتصادي بنسټ پیاوړتیا ده.

په ورته وخت کې حشمت الله غفوري وویل، د کرنې وزارت په پام کې لري، قزاقستان ته چې افغانستان ته د وړو او غنمو ترټولو مهم صادروونکی هېواد شمېرل کیږي د بڼوالۍ محصولات او سابه صادر کړي. هغه وویل، د افغانستان دولت په پام کې لري، چې وړه او غنم په مېوو او سبو تبادله کړي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د افغانستان د ځان بسایني د اسټراټژۍ د تایید خبره هم وکړه او وویل، چې د کرنې پراختیا، د اوبولګولو او بڼوالۍ د چارو ښه کول ددې اسټراټژۍ مهمې برخې دي. د حشمت الله غفوري په خبره ددې اسټراټژۍ پر بنسټ ټاکل شوې ډه، چې په نږدې کلونو کې ۲۳۰ هکټاره سوداګریز او غیر سوداګریز بڼونه جوړ شي او د اوبولګولو د لویو کانالونو د جوړولو په برخه کې هم جدي کړنې تر سره شي.

په همدې حال کې په دې غونډه کې یو تن مخکښ بزګر سید هاشم وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې د کرنې د وضعیت د ښه کولو په پار ډېر کارونه تر سره شوي دي. یاد بزګر وویل، چې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې مناسب او ډېرې کړنې تر سره شوي دي خو دغو محصولاتو پلور ته مناسب بازار نشته. هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د بزګرانو او مالدارانو د محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

هلمند کې د پستې نیالګیو تولید په پارهڅې، د پستې زرګونه نیالګي تولیدېږي

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د مرکز لښکرګاه د بولان د نیالګیو روزنځای کې د پستې   پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲
Background image

ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې څارویو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۱
Background image

ننګرهار کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې او هلال هډ،ا کرنیز شرکت چارواکو سره په کتنه کې د یادو. . .

بازگشت