د اوبو مدیریت او د اوبولګولو شبکو د رغنیزو چارو پیل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۱:۴۶
د اوبو مدیریت او د اوبولګولو شبکو د رغنیزو چارو پیل

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
افغانستان یو کرنیز اقتصادي هېواد دی، او شاوخوا ۸۰سلنه وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت او د خپل ژوند شپې او ورځې په دې سکتورنو کې تېره وي، چې ډېری وګړي یې خپلې اړتیاوې د کرنیزو او مالداري محصولات له لارې پوره کوي چې د یادو سکتورنو د پیاوړتیا په موخه باید د اوبو سرچینې په سمه او مو‌‌ثره توګه اداره شي تر څو وکولای شو خپل کرنیزو سکتورونه لا پیاوړي کړو.
د اوبو سکتور د هېواد یو له بنسټیزو زیربنایي(بېخ بنسټو) سکټورونو څخه دی، چې کولی شي په کرنه کې یو له لومړنیو اولیتونو په توګه وکاروو چې کرنې سره د نورو تړلو سکټورونو د فعالیتونو د ودې لامل کېدای شي.
په افغانستان کې د اوبو د کموالي او همدا راز د اوبو د کچې د ټیټوالي ستونزه ډېره جدي ده. دولت دې ستونزې ته جدي پاملرنه کړې او په دې برخه کې یې پراخ پروګرامونه په لاره اچولي دي، چې له هغې ډلې یې د اوبو لګولو شبکې دي چې خورا په کرنه او مالدراي کې اغېزناکې او ګټورې تمامې شوي دي دلته یوازې د هغو شبکو یادونه کوو چې په ۱۴۰۰م لمریز کال کې د کرنې اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت او همکارو پروژو له خوا د کرنې د پراختیا لپاره جوړیږي.
ولسمشر غني، ۱۴۰۰ کال «ثبات و تحرک» نومولی دی او ټاکل شوې، چې ددې کال په لومړیو ۱۷ اوونيو کې، هېوادوالو ته سل زېرې ورکړي.سږکال د نومول شویو اونیو په ترڅ کې دا اوونۍ د اوبو او برېښنا اوونۍ نومول شوی ده، چې پدې اوونۍ کې به ګڼې د اوبولګولو د شبکو چارې رسماً د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پیل شي.
د هېواد د اوبو مدیریت او لا ښې ګټې اخیستنې د هلو ځلو په دوام، د کرنې وزارت هم د یوشمېر پروژو په لاره اچولو سره د اوبولګولو شبکې د ټاکل شوي پلان له مخې په بیلابیلو ولایتونو کې جوړې او د نورو هغو چارې پیلوي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له خوا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً پیل شوې.
ددغو اوبو لګولو شبکو د چارې په پيل غونډه کې د ويډيو کنفرانس له لارې ولسمشر محمداشرف‌غني، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، دکرنې وزارت رييسان، د مشرانو جرګې او چارو ادارې غړو، د اوبو د تنظیم ملي ادارې رییس خان محمد تکل، د اوبو رسولو دولتي شرکت رییس، دبرښنا شرکت رییس، د کابل ولايت سيمه ييز مسوولين د کرنې وزارت مرستیالانو او د کليو دپراختيايي شوراګانو چارواکو او يوشمېر بزګرانو چې په سیمه کې یې په حضوري بڼه ګډون درلود په نمونوي ډول د پراون ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پرانېسته وکړه.
دا چې د کرنې سکتور پراختیا د کرنیزو محصولاتو د لا پیاوړتیا او ډېر تولید لپاره د اوبو مدیریت او سمې کارونې اړتیاه ده او ورځ تر بلې یې پر وړاندې ارزښتمن ګامونه اخېستل کیږي نو د دې ارزښتمنو ګامونو په لړ کې یو هم د اوبو لګولو شبکې جوړول دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د «EATS» پروژې د رییس فهیم رحیم په وینا راون کال د اوبولګولو یو شمېر شبکې په یو شمېر ولایتونو کې جوړیږي، چې ګڼ شمېر هېوادول به ترې په نېغه توګه برخمن او په زیاته اندازه ځمکه به ترې خړوبه شي.
ښاغلی رحیم زیاتوي، چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به د ضیعاتو مخه ونیول شي، د تولیداتو کچه به زیاته، د کروندګرو اقتصاد به پیاوړي او په ټوله کې به د سیمې د امنیت تر څنګ د بودیجې په سمه او شفافه توګه چې موثریت او مثمریت به له ځان سره ولري پلي شي.
دغه شبکې د هېواد په ۱۴ ولایتونو ننگرهار، کونړ، لغمان، بلخ، کاپیسا، هرات، پکتیا، تخار، سمنگان، بغلان، لوگر، پروان، کابل او کندز کې جوړېږي چې ددغو شبکو په جوړېدو سره، د یادو شبکو تر پوښښ لاندې ځمکو کې ۲۰ تر ۳۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کېږي او په همدې کچه د کروندو حاصلات هم زیاتېږي. د دغو جوړېدونکو شبکو له ډلې ۱۶ په بلخ ۱۱ په هرات، یوه په کاپیسا، ۱۲ په کونړ، ۱۰ په لغمان، په ننګرهار کې ۶شبکې، پکتیا کې ۲ شبکې، یوه په سمنګان، ۱۰ په تخار ولایت کې، کابل کې ۵ د اوبو لګولو شبکې، پروان کې ۸ شبکې، لوګر کې ۱۵ شبکې، بغلان کې د اوبو ۴ شبکې او په کندز ولایت کې د اوبو لګولو ۲۶ شبکې جوړېږي، چې رغنیزې چارې یې پیل شوي دي او د اوبو لګولو یادې شبکې د ۵۳ زره او ۷۰۷ هکټاره ځمکې د خړوبو ولو وړتیا لري، چې له دغو شبکو څخه به ۶۹۰۹۱ کورنیو په مستقیما توګه ګټه پورته کوي.
د اوبو لګولو یادې شبکې د ډېرو ځمکو خړوبول، د کرنې په برخه کې د کارموندنې، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی، د وارداتو ټیټوالی او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لامل کېږي.
د اوبولګولو د دغو شبکو د جوړولو لګښت، یومیلیارډ او ۳۸۲ میلیونه او ۸۵۵ زره او ۹۸۳ افغانۍ ده، چې لګښت یې د نړیوالوال بانک «WB»، اسیایي پراختیایي بانک «ADB» او «IFAD» له خوا ورکول کېږي.
د اوبولګولو د یادو شبکو په جوړېدو سره، د کرنیزو اوبو مدیریت ښه کېږي او دغه راز د کارموندنې او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړېږي. د افغانستان د دولت له برنامو څخه یو هم د اوبو مدیریت دی، چې تر دې دمه په دې برخه کې د دولت له خوا ارزښتناک ګامونه اخیستل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت