د افغانستان د چرګانو ټولنې له چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال غونډه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۱:۵
د افغانستان د چرګانو ټولنې له چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال غونډه 

٢۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د چرګانو ټولنې له غړو سره غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې د هېواد د چرګانو د سکتور لپاره د باکیفیته غوښې، هګیو او چرګانو د خوراکي توکو د چمتو کولو پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
فارم لرونکو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظریات د کرنې او مالدارۍ له مرستییال  سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري په افغانستان کې د چرګانو د سکتور ودې او پراختیا ته ژمنه ده، څو په دې برخه کې افغانستان پرځان بسیا شي.

جلسه معین زراعت و مالداری با  مسوولان اتحادیه مرغداری افغانستان
۲۶  قوس ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری جلسه‌ای را با اعضای اتحادیه مرغداری افغانستان در دفتر کارش دایر نمود.
 در این جلسه پیرامون چگونگی تهیه گوشت، تخم و خوراکه مرغ با کیفیت برای  سکتور مرغداری کشور بحث و تبادل نظر صورت گرفت. 
فارم‌داران  مشکلات پیشنهادات و نظریات خود را با معین زراعت و مالداری مطرح نموده و خواستار همکاری وزارت زراعت در آن بخش شدند.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری متعهد به رشد و انکشاف سکتور مرغداری افغانستان جهت رسیدن به خودکفایی در این سکتور می باشند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت