دکرنې وزیر د مالیې سرپرست وزیر سره د کرنې وزارت پر پروژو او برنامو خبرې وکړې

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۶:۲۹
دکرنې وزیر د مالیې سرپرست وزیر سره د کرنې وزارت پر پروژو او برنامو خبرې وکړې

۱۶ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د مالیې سرپرست وزیر محمدخالد پاینده سره د کرنې وزارت د برنامو او پروژو په هکله خبرې وکړې.
په دې غونډه دکې د روان کال پر وچکالۍ او د وچکالیو پر وړاندې د مبارزې په پار د حکومت پر برنامو هم خبرې وشوې.
د مالیې سرپرست وزیر امکاناتو او د بودیجې محدودیت ته په اشارې سره، د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې (EATS) د پروژو د بودیجې زیاتوالي او تمویل په هلکه د ماليې وزارت پر چمتووالي خبرې وکړې. هغه دغه راز وویل، چې دکرنې او مالدارۍ د برخې د ټولو بېړنیو پروژو ستونزې د ې د تخنیکي کمېټې له لارې حل شي او پاتې نور اختیاري پروژې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې پر اساس تنقیص شوي دي، تنقیص شوي شمېرل کېږي.
دمالیې سرپرست وزیر زیاته کړه، د کرنې وزارت کولای شي،  خپل هغه،  پروژې چې لومړیتوب لري د غیر اختیاري بودیجې له لارې تأمین کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس د ګوشتې ولسوالی دکرنې او مالدارۍ د برخې ستونزې واورېدې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ګوشتې ولسوالی علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد سره په لیدنه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د ۱۹ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیول شوه

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ‌پُل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

بادغیس کې د لوی اختر په درشل کې د کانګو تبې د مخنیوي عامه پوهاوی؛ سلګونه تبلیغاتي پاڼې پر مالدارانو او قصابانو ووېشل شوې

۴ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۸ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه پراخ کمپاین. . .

بازگشت