دکرنې وزارت د ځمکو چاروی رياست لخوا ننګرهار کې د کورونو د سروې چارې  روانې دي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۰:۴
دکرنې وزارت د ځمکو چاروی رياست لخوا ننګرهار کې د کورونو د سروې چارې  روانې دي 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا ننګرهار ولایت هسکې مېنې، رودات او کوټ ولسوالېيو کې د استرداد شويو ځمکو د کورونو سروې چارې په چټکۍ سره روانې دي. 
د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون د هسکې مينې (ده بالا)، رودات او کوټ ولسوالېيو له مسئولینو سره وکتل او د دغې ملي پروژې په ارزښت يې خبرې وکړې.
ورپسې د یادو ولسوالیو مسئولينو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکمونو د تطبیق او په خپلو دندو کې د اراضۍ ادارې د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رئيس ته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
ننګرهار ولایت د هېواد په کچه يو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کیږي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په استرداد شويو ځمکو کې د کورونو د سروې چارې د اراضۍ ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا په چکتی سره روانې دي.
د يادونې ده، چې د کورونو د سروې او ارزونې څخه وروسته دغه امارتي جايدادونه خپلو مستحقينو ته په اجاره ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت