دهلمند مرکزي قوریه کې د زینتي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۱:۳۰
دهلمند مرکزي قوریه کې د زینتي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا،  د طبیعي سرچينو امریت اړوند په بولان مرکزي قوريه کې د زینتي بوټو او ګلانو قلممو اېښودلو چارې پیل شوي دي.
ددغو زینتي بوټو د کرلو او روزلو چارې د مسلکي کارکوونکو په مټ ترسره کېږي، چې په پسرلني موسم کې به د سلګونو ځمکوالو په واک کې د ځانګړې کړنلارې له مخې ورکول شي.
همدارنګه د ښار او ولسوالیو د بېلابېلو سیمو د ښکلا او سمسورتیا په پار به په عام المنفعه او مقدسو ځایونو کې وکرل شي.
دیادولو وړ ده، چې سږکال په یاده قوریه کې زرګونه نور اصلاح شوي نیالګي هم تر روزنې او پالنې لاندې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت