دهلمند دوو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۰:۶
دهلمند دوو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق  
هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام ددې ولایت د باباجي او ناوې ولسوالیو  د کرنیزو خدمتونو مدیریتونو لخوا د اړونده امنیتي مسؤلینو په همکارۍ د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوي دي.
دهلمند ولايت کرنې ، اوبولګولو او مالدارئ ریاست اړوند د باباجي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت او اړونده مسؤلینو له لوري، په ګڼو سیمو کې د امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوی دی.  
دیادې ولسوالی په ځینو سیمو کې ځایي خلکو غوښتل، چې  په امارتي مځکو کې په خپل سري ډول کورونه جوړ کړي او یاهم امارتي ځمکو کې کرنه ترسره او خپل ملکیت یې وګرځوي چې پر وخت یې دکرنې او اړونده امنیتي مسؤلینو لخوا مخه ونیول شوه
دغه راز ددې ولایت د ناوې ولسوالی د جرنامو دښتې سیمه کې ځینو اشخاصو په امارتي ځمکو کې د کورونو په ودانولو  پیل کړی وو چې پر وخت د یادې ولسوالی دکرنې او اړوندو امنیتي مسؤلینو په همکارۍ یې د غصب مخه ونیول شوه او نوي جوړېدونکي دېوالونه یې ونړول شول.
د غصب مخنیوی په دې کمپاین کې د ګڼو غاصبینو لخوا تازه وهل شوي نوي دیوالونه ړنګ او عاملین یې عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندل شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت