دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د انارو او انځرو نیالګيو کښېنولو چارې پیل شوې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۰:۵۵
دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د انارو او انځرو نیالګيو کښېنولو چارې پیل شوې 

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د کندهار ولایت د کرنې ، اوبولګولو او مالدارئ ریاست اړوند د کوکران فارم څخه د انارو ٢٣ او انځرو ٥ ډوله قلمې او نیالګي د څېړنو ، رواجولو او ډېرولو  په موخه هلمند ته انتقال او د مسلکي کارمندانو تر څارنې لاندې کښېنول کېږي. 
ددغو نیالګیو څخه به په څېړنیز فارم کې دوه ډوله ننداریز بڼوڼه وروزل شي، چې په بېلابېلو موسمونو کې به د هلمند ولایت ګڼو بزګرو ته پکې مسلکي لارښؤنې ووشي.
ددې ترڅنګ به د یادو بڼونو د ونو د ښو پایلو له ورکولو وروسته په نمونوي ډول د اړتیا وړ نیالګي ددې ولایت بزګرو او بڼوالو ته په واک کې ورکړل شي.
دهلمند ولایت کرنې ریاست په دې وروستیو کې هڅې راپیل کړي دي، ترڅو د بېلابېلو تخمونو د اصلاح او تکثیر ترڅنګ د مېوه لرونکو نیالګیو پر ګڼو ډولونو څېړنې وکړي او بیا یې بزګرانو ته ورسوي، ترڅو ددوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت