خوست کې پر څه باندې ۷۸۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۱:۹
خوست کې پر څه باندې ۷۸۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شول

د خوست د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د علیشېر او تریزیو او نادر شاه کوټ ولسوالۍ پر۷۸۱ ګټه اخیستونکو د کورنیو باغچو اړوند پنځه ډوله توکي او کرنیز نخمونه وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې د علیشېر او ترېزو ولسوالی پر ۴۹۹ او د نادر شاه کوټ ولسوالی پر ۲۸۲ کروندګرو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د کورنیو باغچو اړونده دا توکي د غیر موسمي سبو د تولید، مېرمنو ته د کارموندنې، د مېرمنو ونډه د دوی د کورنیو په اقتصادي غوړېدا او د خوراکي تنوع په پار پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د دغو توکو له وېشلو څخه موخه، د غیرموسمي سبو کښت او تولید دي چې، په عملي کېدو سره یې مېرمنو او بېوزله بزګرانو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت