خانشین ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۲:۱۵
خانشین ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج په داسې حال کې چې د ځمکو د تنظیم آمر مولوي زین الله زاهد یې هم ملتیا کوله ددې ولایت خانشین ولسوالی ته سفر وکړ .
د یاد سفر موخه په دې ولسوالی کې د ځنګلونو او مالچرونو د ښې ساتنې او له غصب څخه یې د مخنیوی، د امارتي ځمکو د اجارو راټولولو پر کړنلارې، د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او له یادو ځمکو څخه  د سالمې ګټې اخستنې په اړه د مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته او عامه پوهاوی وه. 
د هلمند دکرنې رییس د خانیشین  ولسوال الحاج مولوی بریالي او د کرنې له مسؤلینو سره وکتل او د امارتي ملکیتونو پر ساتنې، د کرنیزو برنامو د تطبیق او په دې برخه کې د شته ستونزو او وړاندیزونو  په اړه یو له بل سره لازمې سلاء مشورې شریکې کړې.
د یادې لیدنې په ترڅ کې د اړونده ولسوالی د مسؤلینو لخوا په بېلابېلو برخو کې کرنې رییس ته معلومات وړاندې شول او د کرنې ریاست سره د چارو په سرته رسولو او همغږي کولو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت