بلخ کې د شولې ۱۷۰ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۱۴:۴۴

۲۳ غبرګولی ۱۳۹۸

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې په دې ولایت کې د شولو د عصري کرکېلي د ترویج په پار د کتار «ریپا» په ډول د شولو ۱۷۰ ننداریزې قطعې جوړ کړي.

دغه ننداریزې قطعې، چې ددې ولایت په شولګر، شورتپه او کلدار ولسوالیو کې جوړیږي موخه یې بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو زده کړه او رواجول دي. په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.

د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۳۳
Background image

کندهار کې د څارویو د درملو شرکتونه او پلورنځۍ وڅارل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت مسؤلینو د څارویو د بې‌کیفیته، غیري قانوني، تر وخت تېر درملو او د څارویو د درملو شرکتونو او پلورنځیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۲۶
Background image

د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې درې بابه شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي) په مالي او د وېژن سپلای مؤسسې په تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

۲۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر له. . .

بازگشت