د پکتیا په روحاني بابا ولسوالی کې د غوښینو چرګانو د فارمونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

mail-admin
Mon, May 11 2026 8:52 AM
د پکتیا په روحاني بابا ولسوالی کې د غوښینو چرګانو د فارمونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت تخنیکي کارکوونکو له لوري د روحاني بابا ولسوالی په مربوطاتو کې د خصوصي سکتور اړوند د غوښینو چرګانو له یو شمېر فارمونو څخه لیدنه، څارنه او تخنیکي ارزونه ترسره شوه.
د یادې څارنې پر مهال د پکتیا دکرنې ریاست د مالدارۍ آمر قاري نورالله درویش، د ګټورو حشراتو اقتصادي مدیر شیراغا افضلي او د مالدارۍ عمومي مدیر عبدالبصیر کوچي هم حضور درلود او د فارمونو مسؤلینو او کارکوونکو ته یې د چاپېریال پاک ساتنې، د حفظ الصحې اصولو مراعت، د چرګانو د ناروغیو د مخنیوي، مناسبې تغذیې، معیاري روزنې او د فارمونو د اغېزمن مدیریت په اړه لازمې تخنیکي سپارښتنې او عملي لارښوونې وړاندې کړې.
همداراز یادو مسؤلینو ټینګار وکړ، هغه نوي فارمونه چې تازه جوړېږي، باید د فعالیت له پیل وړاندې د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت څخه رسمي اجازه نامه ترلاسه کړي، ترڅو چارې یې د ټاکلو اصولو او مقرراتو له مخې پرمخ ولاړې شي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د پکتیا ولایت په کچه لسګونه د چرګانو فارمونه د کرنې ریاست سره ثبت او راجستر دي. سربېره پر دې، یوازې په روحاني بابا ولسوالۍ کې شپږ نوي فارمونه ثبت شوي او د فعالیت رسمي اجازه لیک ورته صادر شوي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS