هرات کې راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

qiam_amin
Tue, Feb 03 2026 11:16 AM
هرات کې راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په هرات ولایت کې د نویو راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري، د سیمه‌ییزو چارواکو او یو شمېر راستنو شویو کډوالو په حضور کې په رسمي ډول پیل شو.

د یاد بهیر د پیل پر مهال دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، دا پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د حکومت د منظم او هدفمند اقدامونو یوه برخه ده او د اسلامي امارت د رهبرۍ جدي اراده څرګندوي، څو د کډوالو بېړنیو او اساسي ستونزو ته رسېدنه وشي. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبرۍ د راستنو شویو کورنیو د ستونزمن وضعیت په درک کولو سره لارښوونه کړې ده، چې خوراکي او نغدي مرستې په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ووېشل شي، تر څو هغوی وکولای شي په اوسنیو شرایطو کې خپل ژوند بېرته سمبال کړي.

د کرنې وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې د یادو مرستو وېش یوازې په یوه ولایت پورې محدود نه دی، بلکې په ټول هېواد کې روان دی او دا مهال په ۱۲ ولایتونو کې په هم‌مهاله توګه عملي کېږي.

په همدې حال کې، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د دې ولایت د خلکو یووالي ته په اشارې وویل، د هرات اوسېدونکو د ورورولۍ په فضا کې د کډوالو هرکلی کړی او یو شمېر کسانو د شخصي وسایطو له لارې د کورنیو په لېږد کې همکاري کړې ده، او ځینو کورنیو په خپله خوښه د خپلو کورونو یوه برخه کډوالو ته سپارلې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د کډوالو د دایمي مېشتېدو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو چارې پیل شوې دي او د ژمي په سړو شرایطو کې د مستحقو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي پیسو د وېش بهیر په منظم ډول روان دی.

له بلې خوا، د هرات ولایت مستوفي مفتي کفایت‌الله حقاني وویل، هرې کډوالې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ نغدي او ۲۵۰ کیلوګرامه غنم وېشل کېږي. د نوموړي په وینا، د نغدي مرستو ټولیزه اندازه شپږ میلیونه افغانیو ته رسېږي او د وېش بهیر د ګومارل شوو پلاوو تر څارنې لاندې او په بشپړ شفافیت سره ترسره کېږي، تر څو مرستې واقعي مستحقینو ته ورسېږي.

یو شمېر راستانه شویو کډوالو هم د دې اقدام مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه مرستې د هغوی د معیشتي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري او د دوی د ځینو بېړنیو ستونزو د کمولو لامل ګرځي.

د پلان له مخې، په هرات ولایت کې د کډوالو کورنیو لپاره د دغو مرستو د وېش بهیر به د درېیو ورځو لپاره دوام ولري.

یادې مرستې د اسلامي امارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د کډوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وېشل کېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS