د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي ریاست کارکوونکو سره ناسته وکړه
۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر نن د دغه وزارت د مالي او حسابي ریاست له کارکوونکو سره په یوه ناسته کې وکتل.
په دې ناسته کې د مالي او حسابي ریاست د بودجې آمر حامد شفیق د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او اراضۍ ریاست کې د ترسره شوو فعالیتونو، د بودجې د لګښت، تشکیلاتو، وړاندیزونو او اړتیاوو په اړه یو هر اړخیز راپور د مالي او اداري مرستیال سره شریک کړ او د دندو د صادقانه ترسره کولو پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
مولوي نورالدین عمیر په خپلو څرګندونو کې له کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې په ایماندارۍ، ژمنتیا او هڅې سره ترسره کړي او د بودجې د سم استعمال او د وزارت د مالي چارو د ښه والي په برخه کې جدي هڅې وکړي.
