د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د لغمان د کرنې له رییس سره ناسته وکړه

qiam_amin
Wed, Jan 28 2026 2:41 PM
د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د لغمان د کرنې له رییس سره ناسته وکړه

۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور کوله، لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د لغمان دکرنې رییس او کارکوونکو سره وکتل.

په یاد پلاوي کې د نظارت او ارزونې رییس امان‌الله شاهي، د پلان ریاست مشاور حسن خان عزیزي، د نظارت او ارزونې ریاست کارکوونکي لعل محمد سیدي او انجنیر امیراحمد انصاري شامل وو.

یاد پلاوي د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس  مولوي عبدالستار محمد په حضور کې د دې ریاست له امرینو او کارکوونکو سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د پلاوي مشر مولوي عبدالغفور وویل، چې د دوی د سفر موخه په لغمان ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ اړوند د پراختیایي پروژو لکه د چکډېمونو، د زهکشۍ پروژو او نورو کرنیزو فعالیتونو، همداراز د مؤسسو له لوري پلي کېدونکو پروژو څارنه ده، تر څو شته نیمګړتیاوې اصلاح او پروژې د وزارت د لارښوونو سره سم په ښه کیفیت او بشپړ شفافیت سره پلي شي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ د سیمې ستونزې او غوښتنې له نږدې اورېدل او د حل لپاره یې لازم اقدامات هم د دې سفر له موخو څخه دي.

ورپسې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د یاد پلاوي هرکلی وکړ، د هغوی له هڅو یې مننه وکړه او د پروژو څارنه یې د کارونو د کیفیت او کمیت د ښه والي لپاره مهمه وبلله. نوموړي اړوندو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې له پلاوي سره بشپړه همکاري وکړي.

همداراز، د لغمان د کرنې ریاست امرینو او مدیرانو د پلي شوو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې او غوښتنې یې له یاد پلاوي سره شریکې کړې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS