کندهار کې سلګونه بزګرانو ته د ننداریزو کروندو جوړولو په موخه اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Tue, Nov 04 2025 2:46 PM
کندهار کې سلګونه بزګرانو ته د ننداریزو کروندو جوړولو په موخه اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې ددې ولایت  په درېیمه، پنځمه، اوومه او اتمه ناحیه کې ۳۰ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې. 
د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوی شمس الرحمن موسی وایي؛  په دې مرسته کې هر تن بزګر ته د یو جریب کرنیزي ځمکې لپاره ۲۵ کیلو غنم، ۲۵ کیلو توره سره، ۵۰ کیلو سپینه سره او زر افغانۍ نغدې مرستې ووېشل شوې، چې د روان کال غنمو فصل لپاره به په کتاري ډول د غنمو کرنه وکړي. 
د دې مرستې موخه د غنمو ننداریزه کرنه کول او څېړل، د بزګرانو مالي ملاتړ، په کندهار کې د غنموکتاري ډول اغیزمنتیا، د حاصلاتو زیاتوالي او له کمي ځمکې څخه زیات حاصلات ترلاسه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې یو اوونې وړاندې، د کندهار کرنې ریاست په هڅو او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ کندهار دوو ولسوالیو کې هم ۳۰۳ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې.


در ولایت کندهار صدها دهقان برای ایجاد مزارع نمایشی تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی دریافت کردند
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به حمایت مالی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و به رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، برای ۳۰ تن از دهقانان در نواحی سوم، پنجم، هفتم و هشتم این ولایت تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع شد.
مولوی شمس‌الرحمن موسی، آمر امور زراعتی ریاست زراعت کندهار گفت که در این کمک، برای هر دهقان به اندازه یک جریب زمین زراعتی ۲۵ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه، ۵۰ کیلوگرام کود سفید و مبلغ نقدی هزار افغانی توزیع گردید تا در فصل جاری گندم، به‌صورت کتاری (خطی) گندم بکارند.
هدف از این کمک، ایجاد و بررسی مزارع نمایشی گندم، حمایت مالی از دهقانان، سنجش تأثیر کشت کتاری گندم در کندهار، افزایش حاصل‌دهی و به‌دست‌آوردن محصول بیشتر از زمین کم است.
قابل یادآوری است که یک هفته پیش نیز، به تلاش ریاست زراعت کندهار و با حمایت مالی دفتر مبارزه با جرایم و مواد مخدر سازمان ملل متحد (UNODC)، برای ۳۰۳ دهقان در دو ولسوالی کندهار تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع شده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS