جوزجان کې د آقچې مسلخ څخه دکرنې وزارت د پلاوي لیدنه

mail-admin
Sun, Sep 14 2025 10:25 AM
جوزجان کې د آقچې مسلخ څخه دکرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیانی او محمد ولي وزیري په ملتیا، جوزجان ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د آقچې مسلخ څخه لیدنه وکړه.
د آقچې مسلخ د جوزجان له هغو دولتي مسلخونو څخه دی، چې خصوصي سکتور ته سپارل شوی او د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې فعالیت کوي. یاد مسلخ د جوزجان او فاریاب ولایتونو د غوښې اړتیاوې پوره کوي.
د کرنې وزارت پلاوي د لیدنې پر مهال د مسلخ چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د حفظ‌الصحې اصول په جدي ډول رعایت کړي، د ناروغو څارویو  دغوښې عرضه کولو څخه ډډه وکړي او د ذبح او بسته‌بندۍ معیاري کړنلارې ته لومړیتوب ورکړي. همدارنګه، پلاوي په دغه مرکز کې د غوښې معیاري عرضه کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.


بازدید هیئت وزارت زراعت از مسلخ آقچه جوزجان
۲۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مفتی ذاکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، همراه با مشاوران مقام وزارت میرویس خوگیانی و محمد ولی وزیری، در جریان سفر کاری به ولایت جوزجان از مسلخ آقچه بازدید نمود.
مسلخ آقچه از جمله مسلخ‌های دولتی در ولایت جوزجان است که به سکتور خصوصی سپرده شده و زیر نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت فعالیت دارد. این مسلخ گوشت مورد نیاز ولایت‌های جوزجان و فاریاب را تأمین می‌کند.
هیئت وزارت زراعت در جریان بازدید، به مسئولان مسلخ هدایت داد تا اصول حفظ‌الصحه را به‌طور جدی مراعات نمایند، از عرضه گوشت حیوانات مریض جلوگیری کنند و ذبح و بسته‌بندی معیاری را در اولویت قرار دهند. همچنان، هیئت بر معیاری‌سازی عرضه گوشت در این مرکز تأکید ورزید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS