هلمند کې د بست تولیدي شرکت اصلاح شوو تخمونو له چارو څخه لیدنه وشوه

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سوېل لویدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت له لوري د «بست اصلاح شوو تخمونو تولیدي شرکت» څخه لیدنه ترسره شوه. د یادې لیدنې موخه د اصلاح شوو غنمو تخمونو د پروسس، کیفیت او تصدیق بهیر ارزونه وه.
د سوېل لویدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو امریت مسوولینو وویل، چې یاد شرکت د غنمو اصلاح شوي تخمونه د اړوندو معیارونو مطابق پروسس کوي او هڅه کوي، چې بزګرانو ته معیاري، باکیفیته او حاصل ورکوونکي تخمونه وړاندې کړي.
یادو مسؤلینو ټینګار وکړ چې د کرنې ریاست له لوري به د تخم شرکتونو څارنه او ارزونه دوامداره وي، څو بزګرانو ته شفاف، تصدیقشوي او د باور وړ تخمونه برابر شي.
د «بست اصلاح شوو تخمونو تولیدي شرکت» مسؤلینو د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت له دا ډول لیدنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې دوی د کرنې ریاست له لارښوونو سره سم، تخمونه پروسس کوي او د معیاري تولید لپاره خپله ژمنتیا ساتي.