ننګرهار کې نږدې ۳۳ زره څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوې 

mail-admin
Mon, Jun 02 2025 9:53 AM
ننګرهار کې نږدې ۳۳ زره څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوې 

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایی ټولنې په مالي لګښت د ننګرهار ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې څارویو ته دداخلي چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې د ننګرهار په  حصارک، شېرزاد، خوږیانو، سره رود، رودات، چپرهار، کوزکونړ، کامه، بهسود او دره نور  ولسوالیو  کې ۳۲ زره او ۹۰۰ راسه څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوي دي.
 ښاغلي محسن وویل، چې د یادو درملو د تطبیق موخه په څارویو کې د داخلي پرازیتونو، چینجیو له منځه وړل، د محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو مړینې کچې کموالی او مالدارانو عاید لوړوالې په موخه ورکول کېږي.
دغه راز د هالینډ کمیټه په ننګرهار کې د درملو سربېره د هګیو چرګانو، حیوانې خوراکې وېش، حیوانې کلینیکونو، کوچني د خوراکې زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې هم د مالدارانو لاسنیوي کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS