لغمان کې د شولو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

mail-admin
Sun, Nov 10 2019 3:20 PM

بزګر اوونيزه
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه ولايت د وريجو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى دى.

د لغمان د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې تېر کال له يو هکتار ځمکې څخه څلور ټنه شولې ترلاسه شوې وه، خو سږ کال ۴.۱ ټنه شوله ترلاسه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دوی سږ کال د يو شمېر کروندګرو لپاره ۸۰ د شولو ننداریزې قطعې هم جوړې کړې دي.

د نوموړي په وينا، سږ کال د ازمايښت لپاره کروندګرو ته د شولو د ننداریزو قطعو د جوړولو تر څنګ پر یوشمېر کروندګرو توره او سپينه سره هم وېشل شوې وه.

د لغمان د کرنې رییس وایي، چې د شولو د کرکېلي په هکله بزګرانو ته پوهاوی ورکول او د اوبو له ضایعاتو څخه د مخنیوی په پار د اوبولګولو پروژې پلي کول د شولو د حاصلاتو د لوړوالي اصلي لاملونه دي.

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال د ددې ولایت د شولو د حاصلاتو دلوړوالي په هکله وایي: «د لغمان دکرنې ریاست د یوشمېر همکارو موسسو په همکارۍ په دې ولایت کې دکتار په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه د شولو ۸۰ ننداریزې قطعې جوړ کړ، او ترڅنګ یې د ابو د ضایعاتو د مخنیوي په پار د اوبولګولو یوشمېر پروژې هم پلي شوي، چې دا په خپله د شولو د تولیداتو د لوړوالي لامل شو.»

ښاغلی خوشحال وایي، د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چېرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه څلور ټنه وریجه په لاس راځي او که په عصري ډول د کتار په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه وریجه په لاس راځي.

په ۱۳۹۷یم کال کې د لغمان په څه باندې ۱۰ زره او۲۵۳ هکټاره ځمکه کې د شولې کرکېله شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۴۱ زره او ۱۵ مټریک ټنه وریجه تر لاسه شوه، خو سږکال ددې ولایت په څه باندې ۱۰ زره او ۲۵۳ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوې وه، چې د وریجو د تولید شمېر یې څه باندې ۴۲ زره او ۳۸ مټریک ټنو ته رسیيږي.

د لغمان د شولو کروندګر د ورښتونو زیاتوالی، د کرنې وزارت روزنې او عامه پوهاوی او د افتونو مخنیوی په دې ولایت کې د شولو دحاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه بولي.

د لغمان ولایت یوتن بزګر شیرزی وایي: «سږ کال ورښتونه ډېر و او ترڅنګ یې د کرنې ریاست روزنې او عامه پوهاوی او دافتونو ضد درمل د استعمال له امله مو د شولې کروندې ښه حاصل ورکړي.»

په ورته وخت کې د لغمان د کرنې ریاست د شولو د حاصلاتو د زیاتوالي په پار په دې ولایت کې د لا ډېرو ترویجي پروژو د پلي کولو خبره کوی او د شولو د ننداریزو قطعو له جوړولو خبر ورکوي.

د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د شولې کرکېله کیږي، چې حاصلات یې د لغمان د اړتیا سربېره ګاونډو ولایتونو ته هم صادریږي.

باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا پر بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه وېشل، د شولو ننداریزې قطعې جوړول، بزګرانو ته سمه لارښونه او د اوبو خور منظم سیستم رامنځ ته کول هغه لاملونه دي، چې پرمټ یې سږ کال په هېواد کې د شولو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.