زابل کې پر بزګرانو د غنمو ۲۲۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۵:۴۰
زابل کې پر بزګرانو د غنمو ۲۲۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د زابل ولایت پر څلور زره  او ۵۶۰ بزګرانو ۲۲۸مټریک ټنه د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې په څلور زره او ۵۶۰ بزګرانو ۲۲۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، د سبسایډي په ډول د برخمن شویو بزګرانو په ۴۰ او د کرنې وزارت په ۶۰ سلنه لګښت وېشل کیږي، چې ورسره به ددې ولایت په زرګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
د زابل ولایت د کرنې ریاست زیاته کړه، چې د دغو اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو ملاتړ دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت