ارزګان سږکال ۶۱۰ ټنه زېره توليد کړه

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۶:۳۲
ارزگان امسال ۶۱۰ تُن زیره تولید کرد


۲ ليندۍ ۱۳۹۹
 دارزګان دکرنې رياست چارواکو په دې ولايت کې دڅه باندې ۶۰۰ ټنه زېره دتوليد خبر ورکوي. د ارزګان دکرنې رييس احمد شاه خيري وايي، "په دې ولايت کې سږکال ۶۱۰ټنه زيره توليد شوې ده، په ټوله کې له دې ډلې څڅه ۵۷۳ټنه یې توره زېره او ۸۰ټنه یې سپينه زېره ده."
ښاغلی خيري په ارزګان کې دزېرې دپېر- پلور په هکله وايي، چې زېره ښه کورني او بهرني مارکېټ لري. د ارزګان دکرنې رييس زياته کړه، چې دزېرې کورني بازار دکندهار او غزني ولايتونه دي او ديادو دوو ولايتونو له لارې دهند او پاکستان هېوادونو ته صادريږي.
هغه وايي، چې زېره کيلو په ۳۰۰افغانۍ خرڅيږي. د ارزګان دولايت په کچه په ۵۴۷ هکټاره ځمکه کې زېره کرل کيږي. له دې ډلې په ۴۹۹هکټار کې يې توره زېره او ۴۸هکټار کې يې سپينه زېره کرل کيږي.
ارزګان دهغو ولايتونو په ډله کې ده، چې دزېرې کرکېلي لپاره مناسب اقليم لري اوددې ولايت په ټولو ولسواليو کې زېره کرل کيږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت