د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د دفتر رییس معرفي شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۳
معرفی رئیس دفتر مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
مفتي عبدالغفور بخاري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ له لوري د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د مقام دفتر د رییس په توګه معرفي شو.
په دغو مراسمو کې، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدین عمیر او د وزارت یو شمېر رییسانو او مسؤلینو ګډون کړی و، مفتي عبدالغفور بخاري په رسمي ډول د مقام دفتر ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
مولوي صدراعظم عثماني د خپلو خبرو پر مهال وویل، هر حکومتي مسؤلیت یو امانت دی او کارکوونکي باید د موجوده شرایطو په پام کې نیولو سره خلکو ته د خدمت، او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د کمولو لپاره صادقانه هڅې ترسره کړي.
نوموړي همداراز د مقام دفتر د پخواني رییس مولوي محمد حسین احمد خورشید د خدمتونو ستاینه وکړه او هغه ته یې د ځنګلونو د تنظیم رییس په توګه په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، چې مفتي عبدالغفور بخاري تر دې وړاندې د کرنې وزارت د اداري رییس او د تدارکاتو د رییس په توګه دندې ترسره کړې دي او په اداري او مدیریتي برخو کې کاري تجربه لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت