لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو ته روزنیز پروګرام ترسره شو، چې مخکې یې دپور  اخیستلو لپاره عرضونه کړي وو.
یاد روزنیز پروګرام د کرنیزې پراختیا صندوق د حاصل وړ تحویلاتو مسؤل احمد سیار حقیار له خوا د مرابحې بیعې د اسلامي کړنلارې له مخې د پرزینټېشن له لارې تشریح شو.
په غونډه کې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د کرنیزو چارو آمر بریالی همدرد، بزګران، د لبنیاتو سکتور استازي او د خصوصي سکتور نور مسؤلین ګډون درلود.
د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد برخوالو ته څرګنده کړه، چې دغه برنامه د کرنې وزارت په چوکاټ کې د اسلامي اصولو پر بنسټ د مرابحې بیعې له لارې تطبیقېږي. د دې پروګرام له مخې، هغه بزګران، فارم لرونکي او کاروباریان چې کاروبارونه یې له خنډ سره مخ شوي، کولی شي له ۲۰۰ زره افغانیو څخه تر ۱.۵ میلیونه افغانیو پورې پور ترلاسه کړي.
په پور اخیستل شوې پیسې به برخوالو ته د ټاکل شوې کړنلارې مطابق، په قسطونو کې بېرته د کرنیزې پراختیا صندوق ته تحویلیږي، تر څو له دغې لارې د دوي کاروبارونه بېرته احیا او تقویه شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۵۳
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي او د کروندو د ښه مدیریت په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ترویج مدیریت کارکوونکو د ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې بزګرانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټيکا مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټيکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

مولوي عبدالجبار خالد د کرنې وزارت  د استملاک او بیا مېشتېدنې د رییس په توګه معرفي شو

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي عبدالجبار خالد د لومړي بست په کچه د. . .

بازگشت