د اندخوی، زمینداور، خوشتيپې او موسی کلا د اوبولګولو کانالونو د کاري پرمختګ او همغږۍ اړوند غونډه وشوه

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۹:۴۰
د اندخوی، زمینداور، خوشتيپې او موسی کلا د اوبولګولو کانالونو د کاري پرمختګ او همغږۍ اړوند غونډه وشوه

۲ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ښاغلي حشمت الله غفوري په مشرۍ د خوشتيپې، اندخوی، زمینداور او موسی کلا د کانالونو د کاري پرمختګ او همغږۍ اړوند غونډه ترسره شوه.
په دې غونډې کې لومړی د اندخوی کانال د امکان سنجۍ مطالعې اړوند خبرې وشوې. د دې پروژې پلان سره سم پرمختګ روان دی، تمه ده چې بشپړ ډیزاین يې ډېر ژر بشپړ شي. سربېره پر دې تخنیکي کارکونکي به د توپوګرافیک سروې، د خاورې نمونې، جیو تخنیکي او د ټولنیز چاپیریال اغیز ارزونې په اړه خپل نظر شریک کړي. ددې ترڅنګ به په سیمه کې د انځورونو او روسي نقشو له لارې ترلاسه شوي توپوګرافیک لوړوالی وګوري. تخنيکي کارکونکي د جیو - تخنیکي او خاورې سروې سرته رسولو لپاره ۴۵ ورځو ته اړتیا لري او د نمونې دورې پرمهال به د ټولنیز چاپیریال اغیز ارزونې مطالعه به هم کوي.
د خوشتيپې کانال له درېو ولایتونو (کندز، بلخ او جوزجان) څخه تیريږي چې ۵۰۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي. د امکان سنجۍ مطالعاتو د پرمختګ په هکله یې خبرې اترې وشوې او دا مطالعات به په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړ شي.
دغه راز په دې غونډې کې د زمینداور کانال او موسی کلا بند اړوند هم خبرې وشوې. موسى کلا او زمينداور دوه پروژې دي، چې د کاري ساحې ، کاري پلان او د راپور ورکولو له اړخه جلا پروژې دي. په دې غونډه کې تخنیکي کارکونکو د موسی کلا لپاره د وړاندیز شوې جوړښت ډیزاین په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ. تمه ده چې تخنیکي کارکونکي به د آبخور، د مسیر انحراف او د اوبو زېرمه کولو ډیزاین په اړه خپل پلانونه شریک کړي او د پروژې د ډیزاین او وړاندیز / پلي کولو لپاره د مرحلې پلان هم شریک کړي.

دا څلور پروژې د هېواد په کچه ډیرې اړینې او حیاتي پروژې دي، چې له بشپړېدو وروسته به دوه میلیونه او ۸۴۰ زره جریبه نوې ځمکه تر کرکېلي لاندې راشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت