د کرنې پر میکانیزه کولو د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۰:۹
د کرنې پر میکانیزه کولو د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

۱۶ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان د راتلونکي پرمختیا په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړه او د افغانستان د کرنې په مسلکي کولو یې ټینګار وکړ.
په دې پروګرام کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د کرنې په برخه کې کارونه مهم وګڼل او زیاته یې کړه: «کرنه او مالدارۍ د افغانستان یو له بنسټیزو سکتورونو څخه دی، چې د افغانستان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او دغه راز د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې هم بنسټيز رول لري، موږ هم د کرنې په وزارت کې هڅه کوو چې د دغه وزارت د کارکوونکو او متخصصينو په همکارۍ د کرنې او مالدارۍ چارې معياري او ميکانيز کړو تر څو د بزګرانو او مالدارانو عايد زيات شي.» 
دغه کنفرانس د ابن سینا د څېړنیز او پراختیایي مرکز له خوا «افغانان باید خپل اقتصاد پخپله جوړ کړي» تر شعار لاندې د افغانستان راتلونکی اقتصادي پرمختګ د څرنګوالي ارزونې په پار دائره شوې وه.

تاکید معین زراعت و مالداری بر میکانیزه سازی زراعت
۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ه‍.ش 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در کنفرانس بین المللی توسعه آینده افغانستان سخنرانی کرده و تاکید بر مسلکی سازی زراعت افغانستان کرد.
در این برنامه معین زراعت و مالداری وزارت زراعت کار  در بخش زراعت را جهت تقویت اقتصاد کشور را  مهم پنداشته افزود « زراعت و مالداری از سکتورهای اساسی افغانستان است که اکثر مردم افغانستان در آن اشتغال دارند و همچنان نقش اساسی در تقویت اقتصاد کشور نیز دارد و ما هم در وزارت زراعت تلاش داریم که که با همکاری کارمندان و متخصصان این بخش، زراعت و مالداری را معیاری و مکانیزه بسازیم تا عواید دهقانان و مالداران کشور افزایش یابد».
این کنفرانس از سوی مرکز تحقیقات و توسعه ابن سینا تحت شعار افغانان باید اقتصاد خود را خود بسازند به هدف بررسی چگونگی توسعه اقتصادی آینده افغانستان برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت