د زرغون کمربند پروژه بيا پيل شوه
٣٠/محرم الحرام/۱۴۴۳هـ.ق
١٦/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیالانو او د زرغون کمربند د پروژې او د اسلامي امارت د کرنې او مالداری وزارت هیأت د زرغون کمربند له کاري سيمو څخه د ليدنې په ترڅ کې هدايت ورکړل، چې د يادې پروژې چارې دې بيا پيل شي.
دکرنې وزارت مرستیالانو د يادې پروژې څخه د ليدنې په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د زرغونتيا او سمسورتيا په پار دې بايد ددې پروژې چارې ګړندۍ شي. هغوی د پروژې چارواکو ته هدايت ور کړ، چې د زرغون کمربند د اوبولګولو سيسټم د بيارغونې او خړوبولو په پاردي کارکوونکي وګماري تر څو دياد کمربند د وچېدو مخه ونيول شي.
بايد وويل شي، چې د زرغون کمربند د پروژې د چارو له درېدو وروسته څه باندې يوه نيمه مياشت يادې سيمې خړوبې شوې نه دي او نږدې ۳۰سلنه ونې او نيالګي يې وچې شوي دي. ددې پروژې د چارې تر بيا پيل وروسته تر دې دمه د زرغون کمربند نږدې ۶۰سلنه سيمې خړوبې شوې دي.
د زرغون کمربند پروژه، چې د کابل ښار د څنډو د زرغونتيا په پار د کرنې وزارت له پراختيايي پروژو څخه وه چي د کابل په اداره کې د بوديجې د کمښت له وجې تنقيص شوې وه، چې داسلامي امارت له خوا د کابل تر فتحې وروسته ددې پروژې چارې بيا پيل شوي دي.
ياده پروژه د کرنې وزارت مرستيالانو، د هدايت پر بنسټ د تنگي غارو، گلباغ، بیني حصار، بادامباغ، قصبه او د کابل ښار په يوشمېر نورو سيمو کې پلي کېږي.
