د زرغون کمربند پروژه بيا پيل شوه

mail-admin
Tue, Sep 07 2021 10:57 AM
پروژه کمربند سبز دوباره آغاز شد 

٣٠/محرم الحرام/۱۴۴۳هـ.ق
 ١٦/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیالانو او  د زرغون کمربند د پروژې او د اسلامي امارت د کرنې او مالداری وزارت  هیأت د زرغون کمربند له کاري سيمو څخه د ليدنې په ترڅ کې هدايت ورکړل، چې د يادې پروژې چارې دې بيا پيل شي.
دکرنې وزارت مرستیالانو د يادې پروژې څخه د ليدنې په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د زرغونتيا او سمسورتيا په پار دې بايد ددې پروژې چارې ګړندۍ شي. هغوی د پروژې چارواکو ته هدايت ور کړ،  چې د زرغون کمربند د اوبولګولو سيسټم د بيارغونې او خړوبولو په پاردي کارکوونکي وګماري تر څو دياد کمربند د وچېدو مخه ونيول شي.
 بايد وويل شي، چې د زرغون کمربند د پروژې د چارو له درېدو وروسته څه باندې يوه نيمه مياشت يادې سيمې خړوبې شوې نه دي او نږدې ۳۰سلنه ونې او نيالګي يې وچې شوي دي. ددې پروژې د چارې تر بيا پيل وروسته تر دې دمه د زرغون کمربند نږدې ۶۰سلنه سيمې خړوبې شوې دي.
د زرغون کمربند پروژه،  چې د کابل ښار د څنډو د زرغونتيا په پار د کرنې وزارت له پراختيايي پروژو څخه وه چي د کابل په اداره کې د بوديجې د کمښت له وجې تنقيص شوې وه، چې داسلامي امارت له خوا د کابل تر فتحې وروسته ددې پروژې چارې بيا پيل شوي دي. 
ياده پروژه د کرنې وزارت مرستيالانو، د هدايت پر بنسټ  د تنگي غارو، گل‌باغ‌، بیني حصار، بادام‌باغ، قصبه او د کابل ښار په يوشمېر نورو سيمو کې پلي کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS