د خوست علیشېرواو تریزیو ولسوالی کې شنې خونې جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
د خوست علیشېرواو تریزیو ولسوالی کې شنې خونې جوړېږي

دخوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د وېژن شرکت په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلې دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار شنې خونې جوړېږي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه شنې خونې د خوست ولایت د علیشېر او تریزیو ولسوالی په « بلاوټ، سيندخور، هارون خېلو، تورې اوبه کوز کلی، شاويه، قدم، تروشۍ، حکيم، علام حسين، مٶمن او ځدرانو» کلیو کې جوړېږي، چې رغنیزې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه شنې خونې په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د خوست ولایت د علیشېر او تریزیو ولسوالی د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولسوالی کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

بازگشت