د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون پای ته ورسېد

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۶:۸
د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون پای ته ورسېد

١۷ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د غويي د میاشتې له ۱۲ نیټې څخه تر ۱۵ نیټې پورې د څلورو ورځو لپاره د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون، چې د سلګونو تولیدونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره لیدونکو په ګډون د کابل په بادام باغ کې دائره شوې وه پای ته ورسېد.
د دغه نندارتون له لارې بزګرانو او تولیدونکو د راتلونکو همکاریو په موخه له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه، هوکړه لیکونه او ژمن لیکونه لاسلیک کړل.
د دغه نندارتون د تنظیم کوونکو د شمېرو له مخې، په دې نندارتون کې د پلور، قراردادونو، ژمنو او هوکړه لیکونو ټولیز ارزښت څه باندې ۱۹۷ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
په دغه نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او لاسي صنایعو په برخه کې د ۸ میلیونه او ۴۵۰ زره ۲۶۱ افغانیو په ارزښت توکي پلورل شوي، د ۱۶۹ میلیونه او ۴۰۹ زره ۸۰۰ افغانیو په ارزښت ۳۹ قراردادونه، د ۱۷ میلیونه او ۵۰۱ زره او ۲۰۰ افغانیو په ارزښت ۵۳ ژمنې لیکونه او د درې میلیونه او ۳۷۰ زره او ۲۰۰ افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
په دې نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او د مالدارۍ باکیفیته محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، افغاني ناب زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا لمریز تولیدوونکي دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او یوشمېر کورني تولیدات په ۲۶۳ غرفوکې نندارې ته وړاندې شوې ؤ، چې له دې ډلې ۵۶ یې د مېرمنو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې وه.

میله دهقان و سی‌ومین نمایشگاه محصولات زراعتی خاتمه یافت 
۱۷ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
 جشن دهقان و سی‌ومین نمایشگاه محصولات زراعتی که  از سوی  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای چهار روز از تاریخ دوازدهم الی پانزدهم ثور سال ۱۴۰۳ هجری شمسی با اشتراک صدها تولیدکننده، متشبث، تاجر و ده‌ها هزار بادیدکننده در بادام‌باغ کابل برگزار شده بود خاتمه یافت .
دهقانان و تولیدکننده‌گان از طریق این نمایشگاه با متشبثان، تاجران و صادرکننده‌گان محصولات زراعتی غرض همکاری‌های آینده قرارداد، تفاهم‌نامه و تعهد عقد کردند .
به اساس آمار اراییه شده از سوی مسوولان برگزاری نمایشگاه ارزش مجموعی  فروشات، قرارداد ها، تعهدات و تفاهمنامه ها در نمایشگاه متذ کره به حدود ۱۹۷ میلیون افغانی می‌رسد.
در این نمایشگاه مبلغ ۸ میلیون ۴۵۰ هزار  و ۲۶۱ افغانی  در بخش محصولات زراعتی، مالداری و صنایع دستی فروشات، ۳۹ قرارداد به ارزش مبلغ  یکصد ۶۹ میلیون و ۴۰۹ هزار و ۸۰۰ افغانی، ۵۳ تعهد نامه به ارزش مبلغ ۱۷ میلیون ۵۰۱ هزار و ۲۰۰ افغانی و ۳۱ تفاهمنامه  به ارزش مبلغ  سه میلیون و ۳۷۰ هزار و ۲۰۰ افغانی صورت گرفته است.
 در این نمایشگاه محصولات خوش‌کیفیت زراعتی، باغداری، مالداری، تولیدات پروسس‌شده زراعتی و مالداری، ماشین‌آلات زراعتی، زعفران مرغوب وطن، نباتات و گیاهان طبی، تجهیزات آبیاری، نهال‌های مثمر و غیر مثمر، دستگاه‌های تولید برق آفتابی، فعالیت‌های زراعتی  و تولیدات صنایع دستی در ۲۶۳ غرفه به نمایش گذاشته شده بود که ۵۶ غرفه آن مربوطه به صنایع دستی خانم ها می‌شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت