بغلان کې زرګونو څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۴
بغلان کې زرګونو څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر شاوخوا ۴۰۰ زره غټو او کوچنیو شخوند وهونکو څارویو د طبق «اف‌ام‌ډي» ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.

د دغه کمپاین د پرانیستې مراسم کې، چې د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي حیات الله زرقاوی، د حیوانی روغتیا آمر داکتر تاج محمد «احمدزی» د حیواني روغتیا عمومي مدیر داکتر شفیع«ستانکزی» د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د شمال ختیځ زون مشر خیرالله "توران" په کې ګډون درلود.

د یاد کمپاین په ترڅ کې به د بغلان ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ۲ سوه ۳۰ زره غټ شخوند وهونکي څاروي (غواګانې) او ۱ سلو ۷۰ زره کوچني شخوند وهونکي څاروي (پسونه او وزې) د طبق ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له لوري د طبق ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه د غټو او کوچنیو څارویو لپاره د «اف‌ام‌ډي»  واکسین مرسته شوې وه.

طبق «اف‌ام‌ډي» یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې غټ او کوچني شخوند وهونکي څاروي پرې اخته کېږي او د څارویو روغتیا، تولیداتو او د مالدارانو پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي. د دې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین تطبیق د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي او د څارویو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.

تمه ده، چې د دغه واکسین کمپاین په بشپړېدو سره به د بغلان ولایت د ګڼ شمېر څارویو روغتیا خوندي، د حیواني محصولاتو تولیدات زیات او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي. همدارنګه، د کمپاین په ترڅ کې به مالدارانو ته د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې ۴۸۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۴
Background image

بغلان کې زرګونو څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

بغلان ولایت کې پر ۲۱۰۰ مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ټولنیز ترویج «اس‌اویو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو. . .

بازگشت