د لوګر دځمکو دغصب مخنیوی او استرداد تخنیکی پلاوی کړنې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۰:۱۲
د لوګر دځمکو دغصب مخنیوی او استرداد تخنیکی پلاوی کړنې

۱۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دلوګرولایت دځمکو دغصب مخنیوی اوبېرته راګرځولوتنخیکي پلاوی، چې مشري یې ددغه پلاوی رییس الحاج مولوی سیدامین هاشمي کوله د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوندبیدک، آبچکان، چوڼۍ او پادخواب شانې سیمو ترمنځ پرتې دښتې ته سفر وکړ.
دترسره شوی سفرپه ترڅ کی یې پادخواب او آبچکان کلیو هغه دښتې، چې پرې له کلونوراهیسې دپادخواب اوآبچکان سیموخلکو جګړې دي بررسي کړل، د کدستري نقشې له مخې دغه دښته اکثره یې املاکې یا دولتي ده، چې ځینې قطعې یې د اشخاصو لخوا په غیر قانونی توګه لاندې شوي دي.
باید وویل شي، دغه دښته چې په کدستري نقشه کې ۷۶۰ مه قطعه ځمکه ده او مساحت یې ۱۳۹۰۵.۲ جریبه ځمکې ته رسېږي، له بررسي اوتصفیې وروسته ټوله املاکي ثابته شوه.
همدارنګه هغه کورونه چې پرې رغول شوي وو هم بررسي شول د پاتې کړنو په پار به مرکزي کمیسیون ته واستول شي.
هیره دې نوی، چې د یاد دښتې بررسي څه موده وړاندې ددغه پلاوی له لوري د سیمې قومي مشرانو په حضور کې پیل شوې وه، چې لاهم دوام لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت