اروزګان کې د بېلابېلو مېوو قوریې جوړې شوي دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۰:۵۱
اروزګان کې د بېلابېلو مېوو قوریې جوړې شوي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست اړوندو قوریو کې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو نیالګي روزل کېږي.
د اروزګان دکرنې ریاست د طبعیي سرچینو آمر مولوی عبدالمنان فاروقي او د قوریه جاتو مدیر فدامحمد کامران د اروزګان مرکز ترینکوټ کې دهغو قوريه جاتو څخه لېدنه وکړه ، چې د را تلونکي کال لپاره به اېښولو ته چمتو شي.
د لېدني پرمهال نوموړو دقوریه جاتو مسؤلینو ته د نیالګیو، مېوه لرونکو او غير مېوه لرونکو او زینتي نيالګيو د روزنې په اړه لازمي لارښوونې هم وکړې.
همدارنګه یې د قوريو د نقشې، اوبولګولو سيسټم، د اېښودلو وخت، د اوبولګولو وخت، پوجې وخت، د نیالګیو د کنټرولول، د نیالګیو د ورايټي مطابق د هغوی د کتار، د نیالګیو ترمنځ د فاصلې مراعت کول په اړه هم یادونه وکړه.
همدارنګه د کمپوسټ جوړول، قوريه ته ورکول، د حيوانې سرې د وخت، تور کود، سپينې سرې د ورکولو ترتیب باندې خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت