ننګرهار کې ۳۰ تنه کب روزونکي وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۰:۵۰
ننګرهار کې ۳۰ تنه کب روزونکي وروزل شول

۱۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د مالدارۍ ځنځیري ارزښت ته د ودې ورکولو پروژې (AVCL) له لوري د دې ولایت ۳۰ تنه د کبانو فارم لرونکو ته د کبانو روزنې، د فارم ښه مدیریت او د کبانو د تغذیي برخه کې روزنه ورکړل شوي دي. 
د ننګرهارد مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت چارواکي وايي، چې د بټي کوټ، غني خېل، رودات، ګوشتې، مهمند درې، بهسود او کوز کونړ ولسوالیو ۳۰ تنه د کبانو فارم لرونکو ته دوه ورځنې روزنیز پروګرام کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوي، چې د پروګرام په پای کې هر يو فارم لرونکي ته د کبانو د نيولو جال او د وښو د مېده کولو ماشين هم ورکړل شوی دی.
ددې پروګرام موخه د کب روزونکو وړتیاوې لوړول او په دې ولایت کې د کب روزنې صنعت ته پراختیا ورکول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت