دکرنې وزیر د شیعیانو د ستونزو هوارولو کمېسیون غړو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۴:۸
دکرنې وزیر د شیعیانو د ستونزو هوارولو کمېسیون غړو سره وکتل

۱۰ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د افغانستان د شیعیانو د ستونزو هوارولو کمېسیون له رییس او غړو سره، چې په کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه علما، مخور او د مخکیني پارلمان غړي شتون درلود وکتل.
په دې لیدنه کې د شیعیانو د ستونزو هوارولو د کمېیسون رییس او غړي خپلې ستونزې او وړاندیزونه دکرنې وزیر سره شریک کړل او د کرنې له وزیر څخه د خپلو ستونزو د هوارولو غوښتونکي شول. 
د کرنې وزیر مولوی عطآءالله عمري د یاد کمېسیون د ستونزو تر اورېدو وروسته دوی ته ډاډ ورکړ، چې د کرنې وزارت د مسوولیت او صلاحیت په اډانه کې به د دوی د ستونزو هوارولو په پار هلې ځلې وکړي.
په دې لیدنه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني هم حضور درلود.

وزیر زراعت با کمیسون حل مشکلات شیعیان دیدار کرد
۱۰ حوت ۱۴۰۱ هـ.ش 
مولوی عطاءالله عمری  وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با رییس و اعضای کمیسون حل مشکلات عمومی شیعیان افغانستان که شامل علما، متندفذین و وکلای پارلمان از ولایت‌های مختلف افغانستان است دیدار کرد.
در این دیدار رییس و اعضای کمیسون حل مشکلات عمومی شیعشان مشکلات و پیشنهادات شان را به وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار همکاری وزیر زراعت در حل مشکلات شان شدند.
مولوی عطاءالله عمری پس از استماع مشکلات کمیسون متذکره برای شان اطمینان داد که در حیطه صلاحیت و مسوولیت وزارت زراعت در حل مشکلات شان تلاش خواهد نمود.
در این دیدار مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای نیز حضور داشت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

میدان وردګو کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د خوسکیو وېش

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې له لورې د ننګرهار په هسکه مېنه، کوټ او روداتو ولسوالیو کې ٢٠٠ بې وزله. . .

بازگشت