دکرنې سرپرست وزیر د هرات والي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۳:۱۵
دکرنې سرپرست وزیر د هرات والي سره وکتل


۶تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري هرات ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د هرات والي مولوی نوراحمد اسلامجار سره وکتل.
دکرنې سرپرست وزیر په دې کتنه کې وویل:«زموږ هېواد څه باندې ۴۰ کاله انقلاب تېر کړی دی، همدا ستونزې او بدلونونه ددې لامل شوي، چې ډېری برخه زیانمن شي، په ځانګړې توګه دکرنې او مالدارۍ برخه؛ په وروستیو شلو کالو کې بهرنیان هم د کرنې او مالدارۍ برخې ته مفید کارونه نه دي کړي، چې دکرنې او مالدارۍ برخه په پښو ودرېږي، په همدې موخه کرنه پرمختګ نه دی کړی او موږ اوس هم اړمن یو. امارت ژمن دی، چې په یادو برخو کې کار وکړي.»
په همدې حال کې د هرات والي هرات ولایت دکرنې او سوداګرۍ لپاره مناسب وباله او ویې ویل:«هرات دکار او پانګونې په پار امتیازونه لري، د سلما بند او هریرود سیند شتون، د زعفرانو او مېوو غوره حاصل ترټولو غوره برخې دي، چې کولای شو پرې کار وکړو او ښه پایله ترې واخلو.»
د هرات والي دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د اوبو دکمښت، د نوي اوبولګولو د سیسټمونو ترویج او دنندارتونونو په لاره اچولو کې لا ډېر پاملرنه ووشي.

تاکید بر حمایت از سکتور خصوصی در هرات 
۶ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان اتاق زراعت و مالداری هرات دیدار کرده و تاکید بر حمایت از متشبثین سکتور زراعت و مالداری در هرات کرد. 
در این دیدار  که در ریاست زراعت هرات انجام شد در آن روی چگونگی  انکشاف زراعت و صادرات محصولات زراعتی، باغداری و مالداری بحث شد.
 سرپرست وزیر زراعت به حاضرین  اطمینان  داد که رهبری امارت در هر شرایط حامی و همکار تاجران، دهقانان و مالداران  می‌باشد.  
آقای عمری همچنان از تلاش ها برای رفع مشکل صادارت محصولات زراعتی سخن زده افزود " در آینده نزدیک سفری دارنم به کشورهای همسایه و هدف از آن سفر بحث روی صادارد و واردات محصولات زراعتی می‌باشد که  ودر  صادرات محصولاتی داخلی  با مسوولان کشورهای همسایه صحبت  می‌کنم".

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت