د ننګرهار حصارک کې حيواني درمل پلورنځي وڅارل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۹:۳۳
د ننګرهار حصارک کې حيواني درمل پلورنځي وڅارل شول


۲۹ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې رياست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي ټیم د ننګرهار حصارک ولسوالی کې دحيواني درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره کړه. 
  د دغه کنټرول څخه موخه داده چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي وشي. 
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و  سپارښتنه ور ته وشوه چي خپل  جوازونه باید نوي کړي. او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول، او همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت