لغمان کې ۴۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو کورني فارمونه جوړ شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۲:۵
لغمان کې ۴۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو کورني فارمونه جوړ شول


۲۲ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د لغمان ولایت د قرغیو په ولسوالی کې ۴۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پیل کړی دی.
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وايي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي همکارۍ او «لوګزابورګ» پروژې په تخنیکي مرسته د دغو بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو ۳۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کېږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوی محمد ولی محسن وویل: «اوسمهال په ټول هېواد کې امنیت حاکم ده، بشپړه سوله ده، مګر د فقر، بې وزلۍ او غربت ستونزې مو د افغانانو ژوند کې خوشحالۍ اغیزمنه کړې ده. پوهیږم چې افغانان بالخصوص لغماني غیرتي خلک دي، ددې هرقسمه ستونزو او مشکلاتو پر وړاندې به مبارزه کوي». 
ښاغلی محسن وویل، چې د فقر او غربت ستونزې د حل لپاره سخت، هوښیار او بنیادي کارونو ترسره کولو ته ضرورت ده، ترڅو د کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره لاره همواره کړي. 
د لغمان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت